وزیراعظم عمران خان سره د روسيې وزير ډېنس منتروف وليدل

image

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د روسيې فېډرېشن د تجارت او صنعت وزير ډېنس منتروف د شورو په ورځ ليدلي دي ٬ په دې موقع وزيراعظم عمران خان روسيه سره د پاكستان اړيكو ته نوې باب وركولو لپاره د عزم پخلې وكړو۔ د روسيه وزير د اولس مشر پیوتن لخوا د مباركۍ خاص پېغام وزيراعظم عمران خان ته ورسولو او د وزيراعظم په زړه پورې مننه ئې وكړه۔ وزیراعظم په جون كال 2019 كښې په بشکیك كښې د اېس سي او كونسل مشرانو غونډه كښې اولس مشر پیوټن سره د خپل ملاقات حواله وركولو سره ووئيل په دغه موقع اولس مشر پيوټن سره ګتورې خبرې شوې ۔ ده هيله ولرله چې اولس مشر پيوټن به هم ډېر زر د پاكستان دوره وكړي۔ د پاکستان او روسيه د شريكو اړيكو د مثبت بدلون حواله وركولو سره وزیراعظم عمران خان هيله څرګنده كړه چې دواړه هېوادونه به د توان٬ د تېلو ٬ ګاز٬ كان كنۍ څانګو پشمول میټالرجي، رېلویز، هوا بازۍ، آئي ټي، د زراعت او تعلیم په څانګو كښې مرسته لا پراخه كړي۔ ده ووئيل د پاکستان مېکرو اکنامك صورتحال ښه شوې دې٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت او سرمايه كارۍ د رابطو ودې لپاره پراخه امكانات موجود دي۔ د روسيې وريز عمران خان تېره ورځ د شپږم پاك روسيه د بېن الحكومتي كمېسون غوندې په مهال په بېلا بېلو څانګو د مذاكراتو نه خبر كړو۔ په دې موقع وزیراعظم عمران خان ووئيل زه راتلونكې كال 2020 كښې د روسيه خپلې دورې ته ستركې په لار يم

مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں