د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمد عباسي

image

اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي وئيلي دي چې په نېول فلېټ كښې جديد آلات او وسله لرونكو د بحري آپرېشنز صلاحيت لرونكي ائيركرافټس شاملېدو سره به د پاك بحريه په استعداد كښې اضافه وشي او د دې ائيركرافټس شاملېدو سره به د خاص ځواكونو آپرېشنز لا پراختيا وكړي. د خالي په ورځ د پاك بحريه وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې په پاك بحريه كښې د نويو فضائي اثاثو د شاملېدو دستوره وشوه. په دستوره كښې اعلٰی تكنيكي مېري ټائم پېټرول ايئر كرافټس او خودكار ډرونز د پاك بحريه په فضائي فلېټ كښې شامل كړې شول. د پاك بحريه وياند له مخې د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د دستورې خاص مېلمه و. په دې موقع چيف آف دي نېول سټاف اېډمر ظفر محمود عباسي دستورې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې په نېول فلېټ كښې جديد آلات او وسله لرونكو د بحري آپرېشنز صلاحيت لرونكي ائيركرافټس شاملېدو سره به د پاك بحريه په استعداد كښې اضافه وشي او د دې ائيركرافټس شاملېدو سره به د خاص ځواكونو آپرېشنز لا پراختيا وكړي. ده ووئيل چې د پلوامه بريد نه پس په كړكېچن صورتحال كښې د پاكستان نېول اېوي اېشن د هند اوبتل ﴿ابدوز﴾ درك لګولو سره د قوم سر فخر سره لوړ كړے. د پاك بحريه وياند له مخې په دستوره كښې د سركاري ادارو او د پاك بحريه اعلٰی چارواكو په لويه شمېره ګډون وكړو.

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں