د دواړو جهانونو سركار حضرت محمد ﷺ ژوند مباك كامل نمونه ده، اسلام د علم په ترلاسه كولو زور راوړې۔ د مذهبي چارو سيكرټري قومي سيرت النبيؐ كانفرنس ته وينا

image

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي سيكرټري ذوالفقار حيدر وئيلي اسلام د علم په ترلاسه كولو زور راوړې،شريكو خبرو اترو ، برداشت او روادارۍ ته ودي وركولو ته د مذهبي چارو وزارت خاص پام لرنه كوي، د دواړو جهانونو سركار حضرت محمد ﷺ ژوند مباك كامل نمونه ده، ديني تعليم سره سره نبي كريم ﷺ دنياوي تعليم ته هم خاص اهميت وركړې۔ده ووئيل د ربيع الاول مياشت مباركه زمونږ ټولو لپاره متبرك ده،په دې مياشت كښې زمونږ خوږ نبي ﷺ دې دنيا ته تشريف راوړلې ، 49م سيرت النبيﷺ كنفرنس د حضور ﷺ سيرت طيبه څخه استفاده كولو له يوه هڅه ده،په هېواد كښې مذهبي رواداري، اخوت، مساوات، عدم تشدد، اتحاد او اتفاق ، مفاهمتي عمل او په خبرو اترو اډانه كلچر ته ودي وركولو ته اړتيا ده، هر كال په دې تناظر كښې سيرت النبيﷺ كنفرنس كېږي،د كنفرنس دوه برخي دي وړژمبۍ د تقسيم انعامات او دويمه برخه كښې سيرت النبي ﷺ كنفرنس ته د علما او مشائخ او قامي قيادت خطابات دي۔د نهي په ورځ قومي سيرت النبيﷺ كنفرنس ته وينا كښې وفاقي سيكرټري سږ كال د بيلو سيالو تفصيلات او هغې كښې ښه پوزيشن ترلاسه كونكو تفصيلات څخه خبر كړو۔ده ووئيل سيالو كښې ګډون كونكو او انعام ترلاسه كونكو له مباركي وركوو۔ده د كنفرنس د سرخط په اړه خبرو كښې ووئيل نن مونږ دې مقصد لپاره راجمع شوې يو چې مونږ د خپل محبوب آقائے نامدار حضرت محمد ﷺ د سيرت په تناظر كښې د يو رياست په تعليمي نظام غور وكړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں